
ه عراقه ایکنا نیوز راپور راکوي، د حسيني آستانې د دارالقرآن د قرآني پروژو څانګې د ملي غوره ماشومانو د قرآني طرحې زدهکوونکو لپاره ازموینې پیل کړې دي، څو غوره استعدادونه د رمضاني ختم قرآن لپاره وټاکل شي.
د دې آستانې د قرآني پروژو د څانګې مشر فلاح زلیف، وویل: په دغو ازموینو کې ۱۲۵ ماشومانو ګډون کړی، چې د هغوی د تلاوت او حفظ کچه د دقیقو معیارونو له مخې وارزول شوه او په پایلې کې یو شمېر ئې د رمضان المبارک د میاشتې د ختم قرآن لپاره وټاکل شول.
هغه زیاته کړه: دا ازموینې لا هم دوام لري، څو تر ټولو غوره وړتیاوې لرونکي وپېژندل شي او تر ټولو وړ ګډونوال وټاکل شي، څو داسې یو ځانګړی ختم قرآن وړاندې شي چې د ماشومانو قرآني استعدادونو او وړتیاوو ته پاملرنه څرګنده کړي.
دا نوښت د هغو هدفمندو قرآني پروګرامونو یوه برخه ده، چې د دارالقرآن او د حسيني آستانې د تولیت له لوري د ځوان نسل د روزنې، له قرآن کریم سره د هغوی د اړیکې ټینګښت، او د داسې پوه او قرآني نسل د چمتو کولو لپاره وړاندې کېږي چې د ټولنې په خدمت کې ونډه ولري.
https://iqna.ir/fa/news/4326129